Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 66 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 66 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


هَا أَنْتُمْ هَٰؤُلَاءِ حَاجَجْتُمْ فِيمَا لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَاجُّونَ فِيمَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ 66
ترجمه:
ګورئ! تاسو خصوصًا دغو په هغه خبره كې جګړه وكړه چې تاسو ته د هغې څه علم و، نو په هغه خبره كې ولې جګړه كوئ چې تاسو ته د هغې هېڅ علم نشته؟ او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ آل عمران ۳:۶۶
تفسیر:
تاسو خبردار -ای اهل کتابو- شخړه مو وکړه د پېغمبر علیه السلام سره ستاسو د دین اړوند او هغه څه چې تاسو ته نازل شوي چې په اړه مو یو څه پوهه درلوده، نو ولې په هغه څه کې شخړه کوئ چې تاسو یې په اړه پوهه نلرئ چې د ابراهیم علیه السلام دین دی، او ستاسو په کتابونو کې نشته او نه ستاسو پېغمبرانو څه راوړي دي؟! او الله د کارونو په حقائقو او پټو پوهېږي، او تاسو نه پوهېږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 65 راتلونکې آل عمران • آیت 67