اى اهل كتابو! ولې تاسو د ابراهیم په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې تورات او ا نجیل نه و نازل كړى شوي مګر له هغه نه وروسته، ایا نو ولې له عقل نه كار نه اخلئ! آل عمران ۳:۶۵ ⧉
تفسیر:
ای اهل کتابو! ولې ناندرۍ وهئ د ابراهیم علیه السلام د ملت په اړه؟ یهودی دعوه لري چې ابراهیم یهودي و، نصراني دعوه لري چې نصراني و، او تاسو پوهېږئ چې یهودیت او نصرانیت د هغه د مرګ څخه ډېر وخت وروسته را ښکاره شوي دي، آیا تاسو په خپلو عقلونو سره د خپلو ویناوو ناسم والی او د خپلې دعوې غلطي نه مومئ؟!.