(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى اهل كتابو! داسې كلمې ته راشئ چې زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې برابره ده، دا چې عبادت به نه كوو مګر يواځې د الله او له هغه سره به هېڅ شى نه شریكوو او زمونږ بعضې به بعضو نورو لره له الله نه غېر پالونكي (خدایان) نه نیسي، نو كه دوى وګرځېدل، نو تاسو (ورته) ووایئ چې تاسو په دې ګواه شئ چې یقینًا مونږ مسلمانان یو آل عمران ۳:۶۴ ⧉
تفسیر:
ورته ووایه -ای پېغمبره- راشئ ای اهل کتابو له یهودو او نصاراو څخه، راټول به شو د انصاف په یوه خبره چې ټول پکې برابر یو: الله تعالی به یوازې کړو په عبادت سره، نو هغه سره به د بل چا عبادت نه کوو که هر څه هم د لوړې مرتبې څښتن وي، او مکانت یې پورته وي، او نه یو بل په الوهیت نیسو چې له الله پرته یې اطاعت او بندګي کېږي، نو که چېرې له دې حق او انصاف وګرځېدل چې ته یې ورته رابلې نو ورته ووایئ ای مومنانو: تاسو ګواه اوسئ چې مونږ الله ته تسلیم یو او هغه ته په طاعت کولو غاړه ایښودونکي یو.