او ځینې له اهلِ كتابو څخه هغه څوك دي چې كه ته هغه ته ډېر مال امانت وركړي، نو تا ته به هغه (مال) بېرته ادا كوي او ځینې له دوى نه هغه څوك دي چې كه ته هغه ته یو دینار (هم) امانت وركړې (نو) تا ته به هغه (دینار) بېرته نه ادا كوي مګر دا چې ته په (سر د) هغه مدام ولاړ اوسې، دا په دې چې یقینًا دوى ویلي دي چې پر مونږ باندې د اَمیانو (د حق) په باره كې هېڅ ګناه نشته او په الله باندې دروغ ورتپي، حال دا چې دوى پوهېږي آل عمران ۳:۷۵ ⧉
تفسیر:
او له اهل کتابو ځینې هغه دي چې که چېرې په ډېره شتمنۍ یې امین کړې هم به درته بېرته هغه څه درکړي چې تا پرې امین کړی و، او له دوی څخه ځینې دي چې په لږې شتمنۍ یې هم امین کړې نو هغه څه به در ونه سپاري چې تا پرې امین کړی و، مګر دا که تل یې ترې په کلکه غوښتنه وکړې، دا د دوی د بدې وینا او ګومان له کبله چې وایي: پر مونږ د عربو او د هغوی مال خوړلو باندې ګناه نشته؛ ځکه الله مونږ ته روا کړي دي، دوی دا دروغ وایي او پوهېږي چې دوی په الله پورې تړلې دي.