ولې نه! چا چې خپله وعده پوره كړه او پرهېزګاره شه، نو یقینًا الله پرهېزګاران خوښوي آل عمران ۳:۷۶ ⧉
تفسیر:
داسې نده څرنګه چې دوی دعوه کوي، بلکې پر دوی ګناه شته، لیکن که چا د الله تعالی سره په ژمنه وفا وکړه چې په ده او د ده په پېغمبرانو باور لرل دي، او د خلکو سره په ژمنو یې هم وفا وکړه چې امانت وسپاري، او له الله څخه د هغه د اوامرو په پلي کولو او نواهیو څخه په ځان ژغورلو ووېرده، نو بېشکه الله تعالی پرهېزګاران خوښوي او زر دی چې دوی ته په دې سره عزتمنده بدله ورکړي.