Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 78 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 78 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ 78
ترجمه:
او یقینًا یقینًا په دوى كې یوه ډله ده چې په (لوستو د) كتاب سره خپلې ژبې تاووِي، د دې لپاره چې تاسو په هغه د (الله د) كتاب ګمان وكړئ، حال دا چې هغه له (حق) كتاب څخه نه دي، او دوى وايي چې دا (مُحرَّف عبارتونه) د الله له جانبه دي، حال دا چې هغه د الله له جانبه نه دي، او دوى په الله باندې دروغ تپي، حال دا چې دوى پوهېږي آل عمران ۳:۷۸
تفسیر:
او بېشکه له یهودو څخه یو ډله ده چې خپلې ژبې اړوي پر هغه څه چې د الله له لوري نازل شوي تورات څخه نه دي، څو تاسو ګومان کوئ چې دوی تورات وایي، خو هغه تورات نه دی، بلکې هغه د دوی له دروغو څخه دي چې په الله یې تړلي، او دوی وایي: هغه څه چې مونږ لولو د الله لخوا نازل شوي، خو هغه د الله لخوا نه دي، او په الله دروغ وایي په داسې حال چې دوی په الله او د هغه په پېغمبرانو خپل دروغ پېژني.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 77 راتلونکې آل عمران • آیت 79