Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 79 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 79 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُؤْتِيَهُ اللَّهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِي مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَٰكِنْ كُونُوا رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنْتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنْتُمْ تَدْرُسُونَ 79
ترجمه:
هېڅ یو انسان ته دا حق نه دى حاصل چې الله هغه ته كتاب او حكم او نبوت (پېغمبري) وركړي، بیا دې هغه، خلقو ته وايي چې له الله نه غیر زما بنده ګان (عبادت كوونكي) شئ، او لېكن (هغه خو به وايي چې) تاسو الهي خلق شئ (په علم باندې عمل كوونكي شئ) ځكه چې تاسو د كتاب ښودنه كوئ او په دې چې تاسو زده كړه كوئ آل عمران ۳:۷۹
تفسیر:
هېڅ بشر ته نه ښایي چې الله تعالی ده ته له خپل لوري څخه نازل شوی کتاب ورکړی وي، او پوهه یې ورکړې وي، او پېغمبر یې غوره کړی وي؛ بیا خلکو ته ووایي: تاسو له الله پرته زما بندګان شئ، بلکې دوی ته وایي: تاسو عمل کوونکي عالمان شئ، د خلکو پالونکي شئ، د دوی د کارونو سموونکي شئ ځکه چې تاسو هغه کتاب زده دی چې خلکو ته نازل شوی، او لدې کبله چې تاسو له دې درس کاوه په یادو او په پوهه یې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 78 راتلونکې آل عمران • آیت 80