سوره هود (آیت 41)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۴۱

وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا ۚ إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 41 ٤١

او هغه وویل: په دې كې سواره شئ (او وایئ:) د الله په نامه سره د دې روانېدل او د دې ودرېدل دي، بېشكه زما رب یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۴۱)

تفسیر
او نوح عليه السلام د خپلې کورنۍ او قوم هغو خلکو ته وويل چې ايمان يې راوړی و: کښتۍ ته پورته شئ، د الله په نوم به د کښتۍ تګ وي او د هغه په نوم به يې درېدل وي، بېشکه پالونکی مې له خپلو بندګانو څخه چې څوک توبه وباسي د ګناهونو بښونکی دی، پر هغوی مهربان دی او د هغه له لورېينې څخه داده چې مؤمنان يې له تباهۍ وژغورل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ