Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 19 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَيُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ وَكَذَٰلِكَ تُخْرَجُونَ 19
ترجمه:
هغه (الله) له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي نه مړى راوباسي او ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كوي او همداسې به تاسو راویستل كېږئ الروم ۳۰:۱۹
تفسیر:
راوباسي ژوندی له مړي څخه، لکه د انسان راویستل له نطفې څخه، او د چورګوړی له هګۍ څخه، او راوباسي مړی له ژوندي څخه لکه د نطفې روایستل له انسان څخه، او هګۍ له چرګې څخه، او ژوندۍ کوي ځمکه وروسته له وچېدو د باران په ورولو او شنه کولو، او په شنه کولو د ځکمې د را ژوندي کولو په څېر به تاسو هم له خپلو قبرونو څخه د حساب او بدلې لپاره راوځئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 18 راتلونکې الروم • آیت 20