Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 20 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ إِذَا أَنْتُمْ بَشَرٌ تَنْتَشِرُونَ 20
ترجمه:
او یوه د هغه له نښو ځنې دا ده چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا ناڅاپه تاسو بشر وئ چې خورېدلئ الروم ۳۰:۲۰
تفسیر:
او د الله له هغو لويو نښانو چې د هغه پر ځواک او يووالي دلالت کوي، اې خلکو له خاورې ستاسو پيداکول دي، کله يې چې ستاسو پلار ورڅخه پيداکړ، بيا تاسو انسانان په تناسل (زېږېدو) زياتېدئ او د ځمکې په ختيځو او لوېديځو کې يې خپرېدئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 19 راتلونکې الروم • آیت 21