Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 21 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ 21
ترجمه:
او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي الروم ۳۰:۲۱
تفسیر:
او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي دا دي: چې -ای سړیو- تاسو ته یې ستاسو له جنس څخه مېرمنې پېدا کړې دي څو مو نفسونه په همجنستوب سره ډاډ ترلاسه کړي، او ستاسو او هغوی تر منځ یې مینه او لورینه ګرځولې ده، بېشکه په دې یادو شوو کې خامخا ښکاره دلیلونه دي هغه قوم خلکو لپاره چې سوچ کوي؛ ځکه همدوی د عقل کارولو څخه ګټه اخلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 20 راتلونکې الروم • آیت 22