او د هغه له نښو ځنې د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره الروم ۳۰:۲۲ ⧉
تفسیر:
او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي دا دي: چې آسمانونه او ځمکه یې پېدا کړي دي، او له دې څخه ستاسو د ژبو توپیر دی، او ستاسو د رنګونو توپیر دی، بېشکه په دې یادو شوو کې خامخا ښکاره دلیلونه دي د پوهې او ځیرکتیا خاوندانو ته.