Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 33 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 33 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا مَسَّ النَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا رَبَّهُمْ مُنِيبِينَ إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَا أَذَاقَهُمْ مِنْهُ رَحْمَةً إِذَا فَرِيقٌ مِنْهُمْ بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ 33
ترجمه:
او كله چې خلقو ته ضرر ورسېږي (نو) دوى خپل رب بولي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكي وي، بیا چې كله هغه (الله) له خپل جانبه په دوى رحمت وڅكوي، ناڅاپه په دوى كې یوه ډله له خپل رب سره شریكان نیسي الروم ۳۰:۳۳
تفسیر:
او کله به چې مشرکانو ته ناروغتیا یا ناچاري یا تنګسه ورسېدله نو یوازې خپل رب به یې رابله په عاجزۍ سره به ورته ورګرځېدل چې مصیبت ترې لرې کړي، خو کله به یې چې ترې د مصیبت لرې کولو لورینه وکړه، نو یو دم یوه ډله له دوی څخه د الله سره نور څه په دعا کې شریکولو ته ورګرځي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 32 راتلونکې الروم • آیت 34