Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 32 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا ۖ كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ 32
ترجمه:
له هغو كسانو څخه چې خپل دین يې تار په تار كړى دى او ډلې ډلې (پارټۍ پارټۍ) شوي دي، هره یوه ډله په هغه څه سره چې له دوى سره دي؛ ډېره خوشحاله ده الروم ۳۰:۳۲
تفسیر:
او له هغو مشرکانو مه کېږئ چې خپل دین یې بدل کړی، او په ځینې یې ایمان راوړی، او په ځېنې یې کفر کړی، او ډلې شوي دي، هره ډله یې په خپل باطل باندې خوشاله ده، فکر کوي چې یوازې همدوي په حقه دي او له دوی پرته نور په باطله دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 31 راتلونکې الروم • آیت 33