سوره محمد (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




47 محمد(محمد)، آیت ۳۵

فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ 35 ٣٥

نو تاسو سستي مه كوئ او سولې ته بلنه مه وركوئ، په داسې حال كې چې هم تاسو به غالب یئ، او الله له تاسو سره دى او هغه به ستاسو عملونه له سره ضايع (او كم) نه كړي (۳۵)

تفسیر
او ای مؤمنانو! د خپل دښمن له مخامخ کېدو مه کمزوري کېږئ چې سولې ته یې راوبولئ مخکې تردې چې هغوی مو را وبولي، په داسې حال کې چې تاسو پرې پياوړي برلاسي واست، الله په خپله مرسته کولو او تاييد ستاسو سره دی، او هيڅکله به ستاسو د اعمالو له ثوابه هيڅ هم کم نه کړي، بلکې په احسان او پېرزوينه کې به زياتوالی درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ