Landscape MP4 Vertical MP4

سورت محمد — آیت 35 (پښتو) — ویډیو

محمد • آیت نمبر 35 (ټولې 38 آيتونه) • پښتو


فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ 35
ترجمه:
نو تاسو سستي مه كوئ او سولې ته بلنه مه وركوئ، په داسې حال كې چې هم تاسو به غالب یئ، او الله له تاسو سره دى او هغه به ستاسو عملونه له سره ضايع (او كم) نه كړي محمد ۴۷:۳۵
تفسیر:
او ای مؤمنانو! د خپل دښمن له مخامخ کېدو مه کمزوري کېږئ چې سولې ته یې راوبولئ مخکې تردې چې هغوی مو را وبولي، په داسې حال کې چې تاسو پرې پياوړي برلاسي واست، الله په خپله مرسته کولو او تاييد ستاسو سره دی، او هيڅکله به ستاسو د اعمالو له ثوابه هيڅ هم کم نه کړي، بلکې په احسان او پېرزوينه کې به زياتوالی درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ محمد • آیت 34 راتلونکې محمد • آیت 36