بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه منع كېږي، بیا دوى په داسې حال كې مړه شي چې كافران دي، نو الله به دوى ته له سره بخښنه ونه كړي محمد ۴۷:۳۴ ⧉
تفسیر:
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، خپل ځانونه او نور يې د الله له دينه ګرځولي، بيا له توبې مخکې پر خپل کفر مړه شوي دي، هيڅکله به الله هغویته تر ګناهونو په پټولو یي ور تېر نه شي، بلکې هغوی به پرې ونيسي، او د تل لپاره به يې اور ته ننباسي.