Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 46 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 46 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ يُرْسِلَ الرِّيَاحَ مُبَشِّرَاتٍ وَلِيُذِيقَكُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَلِتَجْرِيَ الْفُلْكُ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 46
ترجمه:
او د هغه (الله) له نښو ځنې دا دي چې هغه هواګانې رالېږي، چې زېرى وركوونكي دي، او د دې لپاره چې په تاسو له خپل رحمته ځینې (مزې)! وڅكوي او د دې لپاره چې كشتۍ د هغه په حكم سره روانې شي، او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله ولټوئ، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ الروم ۳۰:۴۶
تفسیر:
او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي دا دي: چې بادونه لېږي چې بندګانو ته د باران د نازلېدو د نږدېوالي زېری ورکوي، چې تاسو ته -ای خلکو- د خپل رحمت څخه در وڅکوي په سبب د هغه څه چې د باران څخه وروسته کومه امدني او پراخي راځي، او ددې دپاره چې بېړۍ د هغه په خوښه په سمندر کې وچلېږي، او ددې دپاره چې ولټوئ دهغه مهرباني په سبب د تجارت په سمندر کې، او ښایې چې تاسو د الله په نعمتونو شکر وباسئ نو در زیات یې کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 45 راتلونکې الروم • آیت 47