Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 47 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 47 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا ۖ وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ 47
ترجمه:
اویقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې خپلو قومونو رسولان ته لېږلي وو، نوهغوى دوى ته په ښكاره معجزو سره راغلل، نو مونږه له هغو كسانو نه چې جرم (كفر) يې كړى و، انتقام (او بدل) واخيست او په مونږه باندې د مومنانو مدد كول حق دي الروم ۳۰:۴۷
تفسیر:
او بېشکه مونږ له تا مخکې-ای پېغمبره-ډېر پېغمبران خپلو قومونو ته لېږلي، نو دوی ورته په کلکو دلائلو راغلي وو چې د دوی په رښتنولۍ یې دلالت کولو، نو هغه څه یې دروغ وګڼل چې د دوی پېغمبرانو ورته راوړي وو، نو له هغو خلکو مو غچ واخیست چې ناکاره کړنې یې کړې وې، نو په خپل عذاب مو تباه کړل، او پېغمبرانو او مومنانو ته مو د تباهۍ څخه نجات ورکړ، او مومنانو ته نجات ورکول او ورسره مرسته پر مونږ حق او واجب ده چې مونږ پر ځان لازمه کړې ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 46 راتلونکې الروم • آیت 48