Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الروم — آیت 48 (پښتو) — ویډیو

الروم • آیت نمبر 48 (ټولې 60 آيتونه) • پښتو


اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَيَبْسُطُهُ فِي السَّمَاءِ كَيْفَ يَشَاءُ وَيَجْعَلُهُ كِسَفًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ ۖ فَإِذَا أَصَابَ بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ 48
ترجمه:
الله هغه ذات دى چې هواګانې لېږي، نو هغه ورېځې پورته كوي، نو هغه (الله) دغه په بره كې څنګه چې وغواړي خوروي او دغه (ورېځې) ټوټه ټوټه لاندې باندې وګرځوي، بیا ته باران وینې چې د هغې (ورېځې) له مینځ نه راوځي، نو كله چې دغه (باران) هغه چا ته ورسوي چې هغه يې په خپلو بنده ګانو كې اراده كړې وي، ناڅاپه دوى ښه خوشحالي كوي الروم ۳۰:۴۸
تفسیر:
الله پاک هغه ذات دی چې هواوې چلوي او پورته کوي يې، بيا دغه هواوې ورېځې خوځوي او حرکت ورکوي؛ نو په آسمان کې يې چې څنګه وغواړي لږ وي او که ډېرې کش کوي او ټوټه يې ګرځوي، بيا اې لېدونکيه ته وينې چې باران د دغې ورېځې له منځ راوځي، کله چې باران له بنده ګانو يې چاته رسيږي، هغوی د الله د داسې باران په اورولو چې وروسته ترې د ځمکې د هغه څه شنه کول وي چې هغوی او څاروي يې ورته اړتيا لري خوشحاليږي چې پر هغوی يوه لورېينه ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الروم • آیت 47 راتلونکې الروم • آیت 49