Landscape MP4 Vertical MP4

سورت لقمان — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

لقمان • آیت نمبر 16 (ټولې 34 آيتونه) • پښتو


يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ 16
ترجمه:
اى زما خوږه زویه! بېشكه دغه (د بدۍ او نېكۍ خصلت) چې دى، كه دغه د اوري د دانې په قدر وي، بیا دغه په یو كاڼې كې وي، یا په اسمانونو كې وي، یا په ځمكه كې وي، الله به هغه راوړي، بېشكه الله ډېر باریك بین، ښه خبردار دى لقمان ۳۱:۱۶
تفسیر:
ای زما زویه! بېشکه بدي یا نېکي څومره چې وړه هم وي لکه د اوري دانې هومره، او د یو ګټ په خېټه کې وي چې هېڅوک ترې خبر نه وي، او یا په بل ځای آسمانونو یا ځمکه کې وي؛ نو بېشکه الله به یې د قیامت په ورځ راوړي، او بنده ته به پرې بدله ورکړي، بېشکه الله باریک لېدونکی دی چې هېڅ باریکه شیان ترې نه پټېږي، او په حقائقو او ځایونو یې خبردار دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ لقمان • آیت 15 راتلونکې لقمان • آیت 17