Landscape MP4 Vertical MP4

سورت لقمان — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

لقمان • آیت نمبر 15 (ټولې 34 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَىٰ أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ۖ وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا ۖ وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ۚ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 15
ترجمه:
او كه دوى (دواړه) په تا ډېر كوشش وكړي د دې چې ته زما سره هغه شى شریك كړه، چې تا ته د هغه هېڅ علم نشته، نو ته د دوى خبره مه منه، او په دنیا كې له دوى سره نېكه ملګرتیا كوه او ته د هغه چا د لارې پیروي كوه چې ما ته رجوع كوي، بیا خاص ما ته ستاسو بېرته راتله دي، نو زه به تاسو په هغو كارونو خبر كړم چې تاسو به كول لقمان ۳۱:۱۵
تفسیر:
او که چېرې مور او پلار پوره زور وکاروي چې تا د الله تعالی سره د بل څه په شریک جوړلو مجبور کړي د دوی لخوا په برلاسۍ سره، نو ته په دې کې د دوی دواړو تابعداري مه کوه؛ ځکه چې د مخلوق تابعداري د خالق په نافرمانۍ کې نشته، او ملګرتیا کوه دوی دواړو سره په دنیا کې په نېکي کولو، خپلوۍ پاللو او احسان سره، او د هغه چا پيروي وکړه چې ما ته په توحید او تابعدارۍ راګرځي، بیا مو یوازې ما ته د قیامت په ورځ ستاسو د ټولو راګرځېدل دي، نو خبر به مو کړم په هغه څه چې تاسو په دنیا کې ترسره کول، او بدله به یې درکړم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ لقمان • آیت 14 راتلونکې لقمان • آیت 16