Landscape MP4 Vertical MP4

سورت لقمان — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

لقمان • آیت نمبر 14 (ټولې 34 آيتونه) • پښتو


وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَىٰ وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ 14
ترجمه:
اومونږ انسان ته د خپل مور او پلار (سره د نېكي كولو) په باره كې كلك حكم كړى دى، دى خپلې مور اوچت كړى و، په داسې حال كې چې سخته كمزورې وه، له پاسه د بلې كمزورۍ نه او د ده بېلول (د تي نه) په دوه كلونو كې وو، دا چې ته زما او د خپل مور او پلار شكر كوه، خاص ما ته بېرته راتله دي لقمان ۳۱:۱۴
تفسیر:
او مونږ انسان ته د هغه د مور او پلار د تابعدارۍ او هغوی سره په هغه څه کې د نیکۍ کولو - چې د الله نافرماني نه وي - سپارښتنه کړې ده، د ده مور دې لره په خپله خېټه کې د سختۍ څخه وروسته سختیو په ګاللو سره بار کړی و، او له تي بېلول یې په دوو کلونو کې دي، او مونږ ورته وویل: په هغو نعمتونو چې الله پر تا کړي شکر وباسه، بیا د مور او پلار شکر وباسه چې ستا پالنه او ساتنه یې کړې ده، یوازې ماته مو راګرځېدل دي نو زه به هر چا ته هغه بدله ورکوم چې وړتیا یې لري.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ لقمان • آیت 13 راتلونکې لقمان • آیت 15