او له خلقو نه خپل مخ مه ګرځوه، او په ځمكه كې په تكبر سره مه ګرځه، بېشكه الله نه خوښوي هر كبرجن (او) فخر كوونكى لقمان ۳۱:۱۸ ⧉
تفسیر:
او د لویۍ له کبله له خلکو خپل مخ مه اړوه، او نه د ځمکې په سر له خوښۍ او ځان ته مغرور کېدلو سره ګرځه، بېشکه الله نه خوښوي هر لویي کونکی په ګرځېدو کې، او نه ویاړمن په هغه نعمتونو چې الله ورکړي او په خلکو پرې لویي کوي او د الله شکر پرې نه وباسي.