Landscape MP4 Vertical MP4

سورت لقمان — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

لقمان • آیت نمبر 19 (ټولې 34 آيتونه) • پښتو


وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ ۚ إِنَّ أَنْكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ 19
ترجمه:
او ته په خپل تګ كې میانه رو اوسه او خپل اواز څه ورو كړه، بېشكه چې په اوازونو كې تر ټولو بد (اواز) خامخا د خره اواز دى لقمان ۳۱:۱۹
تفسیر:
او منځنی اوسه په خپل تګ کې د بېړې او خوځښت ترمنځ، داسې تګ چې پت ښکاره کوي، او غږ دې ټیټ کړه، دومره یې مه لوړوه چې ځورول وکړي، بېشکه ناکاره د غږونو څخه د خرو غږ دی ځکه غږونه یې پورته دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ لقمان • آیت 18 راتلونکې لقمان • آیت 20