Landscape MP4 Vertical MP4

سورت لقمان — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

لقمان • آیت نمبر 20 (ټولې 34 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً ۗ وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُنِيرٍ 20
ترجمه:
ایا تاسو نه دي كتلي چې بېشكه الله تاسو لپاره په كار اچولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او پر تاسو باندې يې خپل نعمتونه، چې ظاهري دي او باطني دي؛ پوره كړي دي او په خلقو كې ځینې هغه دي چې د الله په باره كې جګره كوي، بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه لقمان ۳۱:۲۰
تفسیر:
آیا تاسو نه دي لېدلي -ای خلکو- چې بېشکه الله پاک تاسو ته له هغه څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي ګټه پورته کول آسانه کړي دي، له لمر او سپوږمئ او ستورو څخه، او همدا راز یې درته آسانه کړي هغه څه چې په ځمکه کې دي د ځناورو ونو او ګیاوو څخه، او بشپړه کړې یې دي پر تاسو خپل ښکاره نعمتونه؛ لکه د څېرې ښایست او د بڼې ښکلا، او پټ (نعمتونه) لکه عقل او پوهه، او د دې نعمتونو سره هم ځینې له خلکو هغه دي چې ناندرې وهي د الله په توحید کې پرته د الله وحی ته له مستند دلیل څخه، او یا روښانه عقل، او نه کوم څرګند کتاب چې د الله لخوا نازل وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ لقمان • آیت 19 راتلونکې لقمان • آیت 21