Landscape MP4 Vertical MP4

سورت لقمان — آیت 33 (پښتو) — ویډیو

لقمان • آیت نمبر 33 (ټولې 34 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا يَوْمًا لَا يَجْزِي وَالِدٌ عَنْ وَلَدِهِ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَنْ وَالِدِهِ شَيْئًا ۚ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۖ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ 33
ترجمه:
اى خلقو! تاسو د خپل رب تقوٰى غوره كړئ او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ پلار به د خپل اولاد په كار نشي راتلى او نه كوم اولاد شته چې هغه له خپل پلار نه څه شى (عذاب) دفع كوونكى دى۔، بېشكه د الله وعده حقه ده، نو دنيايي ژوند دې تاسو له سره غره (دوكه) نه كړي اوتاسو دې د الله په باره كې لوى غره كوونكى (شیطان) له سره غره نه كړي لقمان ۳۱:۳۳
تفسیر:
اې خلکو! د خپل رب څخه وډار شئ؛ د هغه د اوامرو په پلي کولو او نواهیو څخه په ځان ژغورلو کې، او ووېرېږئ د هغې ورځې له عذاب څخه چې ګټه نشي رسولی پلار خپل زوی ته، او نه د هېڅ شي ګټه رسولی شي زوی خپل پلار ته، بېشکه د الله ژمنه په بدله ورکولو د قیامت په ورځ له شک پرته واقع کېدونکې ده، نو د دنیا ژوند دې تاسو په دوکه کې نه اچوي په شهوات هوسونو او چټیاتو سره، او نه دې تاسو شیطان په دوکه کې اچوي د الله په صبر سره تاسو باندې او د عذاب په وروسته کولو له تاسو څخه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ لقمان • آیت 32 راتلونکې لقمان • آیت 34