Landscape MP4 Vertical MP4

سورت لقمان — آیت 34 (پښتو) — ویډیو

لقمان • آیت نمبر 34 (ټولې 34 آيتونه) • پښتو


إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ 34
ترجمه:
بېشكه الله چې دى، خاص له هغه سره د قیامت علم دى او هغه باران نازلوي او هغه (په يقيني طريقه، بې له وسايلو) پوهېږي په هر هغه څه چې په رحمونو كې دي او هېڅ یونفس نه پوهېږي چې هغه به سبا ته څه كار كوي او هېڅ یو نفس نه پوهېږي چې په كومه ځمكه (سيمه) كې به مري، بېشكه الله ښه عالم، ښه خبردار دى لقمان ۳۱:۳۴
تفسیر:
بې شکه یوازې الله سره د قیامت پوهه ده، نو پوهېږي چې کله واقع کېږي، او باران وروي کله چې وغواړي، او پوهېږي په هغه څه چې په رحمونو کې دي چې نر دی که ښځه؟! نیک بخت دی که بد بخت؟! او هېڅوک نه پوهېږي چې سبا به کوم د نېکۍ یا بدۍ کار کوي، او نه هېڅوک پوهېږي چې په کومه ځمکه به مري، بلکې الله دې ټولو باندې پوهېږي، بېشکه الله پوهه او خبردار دی په دې ټولو خبرو، هېڅ هم ترې لدې پټ نه دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ لقمان • آیت 33 راتلونکې السجدة • آیت 1