Landscape MP4 Vertical MP4

سورت لقمان — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

لقمان • آیت نمبر 6 (ټولې 34 آيتونه) • پښتو


وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ۚ أُولَٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ 6
ترجمه:
او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې عبثې خبرې اخلي، د دې لپاره چې بې له علمه د الله له لارې نه (خلق) ګمراه كړي او دغه (لاره) مَسخره جوړه كړي، دغه كسان چې دي، د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى لقمان ۳۱:۶
تفسیر:
او ځینې خلک -لکه النضر بن الحارث- هغه دي چې چټي خبرې غوره ګڼي چې په هغې سره د الله د دین څخه په ناپوهۍ سره خلک واړوي، او د الله آیتونه په ټوکو ونیسي او ملنډې پرې ووهي، د دې صفتونو لرونکو لپاره په آخرت کې رسوا کوونکی عذاب دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ لقمان • آیت 5 راتلونکې لقمان • آیت 7