Landscape MP4 Vertical MP4

سورت لقمان — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

لقمان • آیت نمبر 7 (ټولې 34 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ آيَاتُنَا وَلَّىٰ مُسْتَكْبِرًا كَأَنْ لَمْ يَسْمَعْهَا كَأَنَّ فِي أُذُنَيْهِ وَقْرًا ۖ فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ 7
ترجمه:
او كله چې ده ته زمونږ ایتونه ولوستل شي (نو) مخ وګرځوي، په داسې حال كې چې ډېر تكبر كوونكى وي، ګویاكې ده دا له سره اورېدلي نه دي، ګویاكې د ده په دواړو غوږونو كې دروندوالى (كوڼوالى) دى، نو ته ده ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه لقمان ۳۱:۷
تفسیر:
او کله چې پر هغه زمونږ آیتونه ولوستل شي نو له لویي د هغې له اورېدلو څخه په شا وګرځي لکه چې بېخي یې اورېدلي نه وي، او یا یې لکه چې د غږونو اورېدلو څخه په غوږونو کې دروندوالی وي، پس ده ته زېری ورکړه -ای پېغمبره- په دردونکي عذاب چې د ده انتظار باسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ لقمان • آیت 6 راتلونکې لقمان • آیت 8