سوره الحجرات (کوټې) (آیت 6)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
49
الحجرات(الحجرات)، آیت ۶
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبري سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ (۶)
تفسیر
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې روا کړي يې دي، که چېرې کوم بې لارې تن د کوم قوم په اړه خبر درته راوړي، نو د هغه خبر د کره والي په اړه پلټنه وکړئ، او رېښتيا منلو ته يې بيړه مه کوئ، د دې خبرې له وېرې چې که پرته له پلټنې هغه خبر رېښتيا وګڼئ نو کوم قوم ته به ضرر ورسوئ په داسې حال کې چې تاسې به د هغې چارې په حقيقت نه پوهېږئ، وروسته له ضرر رسولو به بيا پښېمانه شئ کله چې د هغه خبر درواغ درته ښکاره شي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: