Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحجرات — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

الحجرات • آیت نمبر 6 (ټولې 18 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ 6
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه تاسو ته كوم فاسق (بدكار كس) خبر راوړي، نو تاسو ښه تحقیق كوئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبري سره تكلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو كړو باندې پښېمانه شئ الحجرات ۴۹:۶
تفسیر:
ای هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او پر هغه څه مو عمل کړئ چې روا کړي يې دي، که چېرې کوم بې لارې تن د کوم قوم په اړه خبر درته راوړي، نو د هغه خبر د کره والي په اړه پلټنه وکړئ، او رېښتيا منلو ته يې بيړه مه کوئ، د دې خبرې له وېرې چې که پرته له پلټنې هغه خبر رېښتيا وګڼئ نو کوم قوم ته به ضرر ورسوئ په داسې حال کې چې تاسې به د هغې چارې په حقيقت نه پوهېږئ، وروسته له ضرر رسولو به بيا پښېمانه شئ کله چې د هغه خبر درواغ درته ښکاره شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحجرات • آیت 5 راتلونکې الحجرات • آیت 7