Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحجرات — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

الحجرات • آیت نمبر 5 (ټولې 18 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّىٰ تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ 5
ترجمه:
او كه یقینًا دوى صبر كړى وى، تر دې چې ته دوى ته راوتلى وى (نو) یقینًا دا به د دوى لپاره ډېره غوره و۔: او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى الحجرات ۴۹:۵
تفسیر:
ای رسوله! که چېرې دغو خلکو چې تاته ستا د مېرمنو د کوټو له شا آوازونه کوي صبر کړی وای او چیغې یې درته نه وای وهلی تر دې چې ته وروتلای وای، بيا يې په ټيټ آواز وينا درته کولئ دا به هغوی لره د کوټو تر شا آواز کولو نه غوره وای، ځکه په دې کې احترام او درناوی دی، او الله له هغوی او نورو خلکو څخه د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې توبه وباسي، او هغوی لره هم بښونکی دی د هغوی د ناپوهۍ له امله، پر هغوی مهربان دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحجرات • آیت 4 راتلونکې الحجرات • آیت 6