Landscape MP4 Vertical MP4

سورت السجدة — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

السجدة • آیت نمبر 26 (ټولې 30 آيتونه) • پښتو


أَوَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ ۖ أَفَلَا يَسْمَعُونَ 26
ترجمه:
ایا دوى ته ښكاره شوې نه ده چې مونږ له دوى نه مخكې څومره ډېرې پېړۍ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغو په (ورانو) استوګنو كې (تل) تېرېږي، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي، ایا نو دوى نه اوري! السجدة ۳۲:۲۶
تفسیر:
آیا ړانده شوي دا خلک دوی ته نه دي څرګند چې مونږ څومره قومونه له دوی مخکې تباه کړل؟! چې اوس دوی د هغوی په هغه کورونو کې ګرځي چې هغوی پکې له تباه کېدو مخکې ګرځېدل، د هغوی له حالت څخه یې پند وانخست، بېشکه په هغه تباهۍ کې چې دې قومونو ته د کفر او ګناهونو له کبله پېښ شوې ده خامخا پندونه دي چې د دوی د پېغمبرانو د ريښتنولۍ لپاره دلیل دی چې دوی د الله لخوا راغلي وو، آیا دا د الله د آیتونو دروغ ګڼونکي د منلو او پند اخیستولو لپاره نه اوري؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ السجدة • آیت 25 راتلونکې السجدة • آیت 27