Landscape MP4 Vertical MP4

سورت السجدة — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

السجدة • آیت نمبر 27 (ټولې 30 آيتونه) • پښتو


أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَسُوقُ الْمَاءَ إِلَى الْأَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَامُهُمْ وَأَنْفُسُهُمْ ۖ أَفَلَا يُبْصِرُونَ 27
ترجمه:
او ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه مونږ وچې (ګیاه ختمې شوې) ځمكې ته اوبه لېږو، نو په دغو (اوبو) سره هغه فصل راوباسو چې له هغه نه د دوى څاروي او د دوى نفسونه خوراك كوي، ایا نو دوى نه ویني السجدة ۳۲:۲۷
تفسیر:
آیا دا د بعث (پاڅون) دروغ ګڼونکي نه ویني چې مونږ د باران اوبه وچې ځمکې ته لېږو چې ګیاه نلري، نو راوباسو په دې اوبو سره ګیاوې چې د دوی اوښان او غوایان او پسونه ترې خوري، او دوی هم ترې خوري؟! آیا دوی دا نه ویني، او نه پوهېږي چې هغه چا چې وچه زمکه شنه کړه د مړو په ژوندي کولو واکمن دی؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ السجدة • آیت 26 راتلونکې السجدة • آیت 28