او (یاد كړه) هغه وخت چې منافقانو او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و، وویل: مونږ سره الله او د هغه رسول وعده نه ده كړې مګر د دوكې (وعده) الأحزاب ۳۳:۱۲ ⧉
تفسیر:
په دغه ورځ منافقانو او کمزوري ایمان والاوو چې په زړونو کې یې شک دی وویل: په دښمن باندې د بریا او پر ځمکه د واکمنۍ وعده نه وه کومه چې مونږ سره الله او د هغه رسول کړې وه پرته له دې چې برباده او بې بنسټه وي.