Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 13 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ قَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا ۚ وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ ۖ إِنْ يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا 13
ترجمه:
او كله چې په دوى كې یوې ډلې وویل: اى د یثرب (مدینې) اوسېدونكو! تاسو لپاره (د استوګنې) هېڅ ځاى نشته، نو بېرته وګرځئ او په دوى كې يوه ډله له نبي نه د بېرته تللو اجازت غواړي، دوى وايي: بېشكه زمونز كورونه تش پراته دي، حال دا چې هغه تش نه دي پراته، دوى اراده نه لري مګر د تېښتې الأحزاب ۳۳:۱۳
تفسیر:
او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې وویلې د منافقانو یوې ډلې مدینې والاوو ته: ای د یثرب (د مدینې نوم وو د اسلام څخه مخکې) خلکو، ستاسو پاتې کېدل نشته د خندق نږدې د سلع غره په لمن کې نو خپلو کورونو ته ستانه شئ، او یوې ډلې د پېغمبر علیه السلام څخه اجازه غوښتله چې خپلو کورونو ته په دې بهانه وګرځي چې هغه دښمن ته ښکاره دي، خو هغه ښکاره نه دي څرنګه چې دوی دعوه کوي، بلکه دوی په دروغو عذر وړاندې کولو سره له دښمن څخه تېښته غواړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 12 راتلونکې الأحزاب • آیت 14