او كه په دوى (دغه لښكرې) په دې (مدینه) كې راننه ایستى شي د دې له (ټولو) اړخونو نه، بیا له دوى نه د فتنې (د شرك او له مسلمانانو سره د جنګ) غوښتنه وكړى شي (، نو) دوى به خامخا دغه (كار) وكړي او دوى به په دې كې ځنډ ونه كړي مګر ډېر لږ الأحزاب ۳۳:۱۴ ⧉
تفسیر:
او که چېرې دښمن پر دوی د مدینې له ټولو خواوو ورننوځي او له دوی وغواړي چې کفر او الله سره شریک نیولو ته بېرته وګرځي نو دوی به خامخا دښمن سره دا ومني، او په مرتد کېدلو او کفر ته بېرته ګرځېدلو کې به ځنډ ونکړي مګر لږ.