Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 15 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ الْأَدْبَارَ ۚ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْئُولًا 15
ترجمه:
او یقینًا یقینًا دوى له دې نه مخكې له الله سره عهد كړى و، چې دوى به شاګانې وانه ړوي او د الله عهد دى چې (د ده باره كې) پوښتنه كېږي الأحزاب ۳۳:۱۵
تفسیر:
او پرته له شکه دغو منافقانو د احد په ورځ له جګړې د تېښتې وروسته ژمنې وکړې، که الله هغوی په بله جګړه حاضر کړي؛ نو له خپل دښمن سره به هرومرو جګړه کوي، د هغوی د وېرې له امله به نه تښتي، خو هغوی بيا هم ژمنه ماته کړه، بنده د هغه څه په اړه پوښتل کيږي چې له الله سره یې پرې ژمنه کړې وه او ژر به حساب ورسره پرې وشي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 14 راتلونکې الأحزاب • آیت 16