ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې تاسو به له الله نه بچ كړي كه هغه (الله) تاسو ته د تكلیف رسولو اراده وكړي، یا هغه په تاسو د مهربانۍ كولو اراده وكړي؟ او دوى به د خپل ځان لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كارساز ومومي او نه مدد ګار الأحزاب ۳۳:۱۷ ⧉
تفسیر:
ورته ووایه -ای پېغمبره-: څوک دی چې تاسو له الله څخه وساتي که وغواړي تاسو لپاره هغه مرګ او وژنه چې تاسو یې بد ګڼئ، او یا تاسو لپاره سلامتیا او خیر وغواړي چې تاسو یې هیله لرئ، هېڅوک به مو ونه ساتي، او دا منافقان به ځانونو لپاره له الله پرته بل دوست ونه مومي چې د دوی کار ساز کړي، او نه مرستندوی چې دوی د الله له عذاب څخه بچ کړي.