Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 18 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الْمُعَوِّقِينَ مِنْكُمْ وَالْقَائِلِينَ لِإِخْوَانِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا ۖ وَلَا يَأْتُونَ الْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا 18
ترجمه:
یقینًا الله ته په تاسو كې (له جهاد نه) منع كوونكي معلوم دي او خپلو وروڼو ته دا ویونكي چې مونږ ته راشئ! او دوى جنګ ته نه راځي مګر ډېر لږ الأحزاب ۳۳:۱۸
تفسیر:
پرته له شکه الله په تاسو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ملتيا له جګړې د نورو را ګرځوونکي پېژني او هغه کسان هم پېژني چې خپلو وروڼو ته وايي: موږ ته راځئ، له هغه سره يوځای جنګ مه کوئ، ترڅو مړه نه شئ، ځکه موږ پر تاسو له وژلو وېرېږو، دغه مرسته پرېښودونکي جنګ ته نه راځي او نه ګډون پکې کوي، مګر ډېر کم ترڅو له ځانونو عار دفع کړي، نه د دې لپاره چې د الله او د هغه د رسول مرسته وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 17 راتلونکې الأحزاب • آیت 19