Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 19 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


أَشِحَّةً عَلَيْكُمْ ۖ فَإِذَا جَاءَ الْخَوْفُ رَأَيْتَهُمْ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ تَدُورُ أَعْيُنُهُمْ كَالَّذِي يُغْشَىٰ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ ۖ فَإِذَا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوكُمْ بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ أَشِحَّةً عَلَى الْخَيْرِ ۚ أُولَٰئِكَ لَمْ يُؤْمِنُوا فَأَحْبَطَ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا 19
ترجمه:
په داسې حال كې چې پر تاسو باندې بخل كوونكي دي، نو كله چې وېره راشي (، نو) ته به دوى وینې چې تا ته به ګوري، په داسې حال كې چې د دوى سترګې به (داسې) چورلي، لكه هغه كس چې په هغه د مرګ په وجه بې هوشي راوستلى شوې وي، نو كله چې وېره لاړه شي (نو) دوى تاسو ته ضرر دررسوي په خپلو تېرو ژبو سره، په داسې حال كې چې د خیر (مالِ غنیمت) ډېر حریصان وي، دغو كسانو ایمان نه دى راوړى، نو الله د دوى عملونه برباد كړل او دغه (كار) الله ته ډېر اسان دى الأحزاب ۳۳:۱۹
تفسیر:
پر تاسو -ای مومنانو- بخیلان دي په مالونو کې چې ستاسو مرسته پرې نه کوي، او په خپلو ځانو بخیلان دي چې تاسو سره جنګ ته نه ځي، او بخیلان په دوستۍ کې نو تاسو سره دوستي نه کوي، پس کله چې ویره پرې راشي د دښمن سره د مخامخ کېدو پر مهال نو وینې به دوی چې تا ته به ګوري -ای پېغمبره- چې سترګې به یې چورلي له بې زړه توب څخه په شان د هغه چا د سترګو چې د مرګ سلګۍ پرې وي، خو کله چې وېره ترې لاړه شي او ډاډه شي نو تاسو بیا د تېرو ژبو په وینا ځوروي، بخیلان دي د غنیمتونو په لټولو کې، د دې صفاتو لرونکو ریښتنی ایمان نه دی راوړی، نو الله تعالی یې د کړنو ثواب برباد کړی، او دا بربادول الله تعالی ته اسانه دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 18 راتلونکې الأحزاب • آیت 20