Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 20 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


يَحْسَبُونَ الْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا ۖ وَإِنْ يَأْتِ الْأَحْزَابُ يَوَدُّوا لَوْ أَنَّهُمْ بَادُونَ فِي الْأَعْرَابِ يَسْأَلُونَ عَنْ أَنْبَائِكُمْ ۖ وَلَوْ كَانُوا فِيكُمْ مَا قَاتَلُوا إِلَّا قَلِيلًا 20
ترجمه:
دوى په لښكرو ګمان كوي چې دوى نه دي تللي، او كه دغه لښكرې (بیا) راشي (نو) دوى خوښوي چې كاشكې په رښتیا دوى بانډېسیان وى په اعرابو (صحرايي خلقو) كې، چې ستاسو د خبرونو په باره كې يې پوښتنې كولى، او كه دوى په تاسو كې وى نو دوى به جنګ نه و كړى مګر ډېر لږ الأحزاب ۳۳:۲۰
تفسیر:
دا بې زړه خلک ګومان کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو وژلو ته راټولې شوې لښکرې به تر هغې لاړې نشي تر څو د مومنانو بېخ ونباسي، او که فرض کړه دا لښکرې بیا راشي نو دا منافقان به خوښوي چې دوی دې د مدینې څخه بهر وي د کوچیانو سره، او ستاسو د حالاتو پوښتنې دې کوي: څه وشول پر تاسو پس له جنګ کولو له دښمن خپل سره؟ او که چېرې دوی ستاسو تر منځ وای -ای مومنانو- نو تاسو سره به جنګ ته نه تللی مګر ډېر لږ، نو تاسو یې پروا مه ساتئ، او مه پرې خفه کېږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 19 راتلونکې الأحزاب • آیت 21