او كله چې مومنانو ډلې ولیدې، ويې ويل: دا هغه دي چې مونږ سره يې الله او د هغه رسول وعده كړې وه، او الله او د هغه رسول رښتیا ویلي وو، اودوى ته دغو زیات نه كړ مګر ایمان او (د الله حكمونو ته) تسليمېدل الأحزاب ۳۳:۲۲ ⧉
تفسیر:
او کله چې مومنانو د دوی د جنګ لپاره راټولې شوې لښکرې ولېدلې ویې ویل: دا هغه ازمیښت او مصیبت او مرسته ده چې الله او د هغه پېغمبر یې له مونږ سره ژمنه کړې وه، الله او د هغه پېغمبر په دې خبره کې ريښتیا ویلې وو، بېشکه چې واقع شو، زیات نکړل د دې لښکرو لېدل دوی لره مګر په الله ایمان او هغه ته غاړه ایښودل.