Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 23 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا 23
ترجمه:
په مومنانو كې ځینې داسې سړي دي چې هغه خبره يې رښتیا كړله چې په هغې يې له الله سره عهد كړى و نو ځينې په دوى كې هغه دي چې پوره يې كړ خپل نذر (عهد) او ځینې په دوى كې هغه دي چې انتظار كوي او دوى (په خپله خبره كې) تبدیلي نه ده كړې، هېڅ تبدیلي الأحزاب ۳۳:۲۳
تفسیر:
په مومنانو کې ځېنې داسې نران دي چې الله سره یې ريښتیا ویلي، نو په څه يې چې الله سره ژمنه کړې په هغې یې وفا کړې کلک پاتې شوي او د الله په لار جهاد کې یې صبر کړی، له دوی څخه ځینې مړه شوي او یا د الله په لار کې وژل شوي، او ځينې یې لا د هغه په لار کې د شهادت انتظار کوي، او دغو مومنانو چې د الله تعالی سره په څه ژمنه کړې وه تبدیل یې نکړه لکه څرنګه چې منافقانو د خپلو ژمنو باره کې وکړل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 22 راتلونکې الأحزاب • آیت 24