Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 30 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 30 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ مَنْ يَأْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا 30
ترجمه:
اى د نبي ښځو! په تاسو كې چې هر چا ښكاره بدكاري وكړه (نو) هغې ته به عذاب یو په دوه، دوچند كړى شي او دغه (كار) الله ته ډېر اسان دى الأحزاب ۳۳:۳۰
تفسیر:
ای د پېغمبر میرمنو! په تاسو کې چې څوک ښکاره ګناه وکړي نو د قیامت په ورځ به یې عذاب دوه برابره شي د دې د مرتبې او منزلت په خاطر، او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د خاطر ساتلو لپاره، او دا دوه برابره کول الله ته آسانه دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 29 راتلونکې الأحزاب • آیت 31