او په تاسو كې چې څوك د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او نېك عمل وكړي (، نو) مونږ به هغې ته د هغې اجر دوه ځله وركړو او مونږ د هغې لپاره ډېر د عزت رزق تیار كړى دى الأحزاب ۳۳:۳۱ ⧉
تفسیر:
او له تاسو ( د نبي له مېرمنو) چې څوک د الله او د هغه د رسول پر پيروۍ پاتې کيږي، د الله د خوښې نېک عمل کوي، له ټولو نورو ښځو پرته به دوه برابره بدله ورکړو، او په آخرت کې مو د هغې لپاره لويه بدله چمتو کړې چې هغه جنت دی.