Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 32 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِنَ النِّسَاءِ ۚ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا 32
ترجمه:
اى د نبي ښځو! تاسو په (ډلو د) ښځو كې د هېڅ یوې (ډلې) په شان نه یئ كه تاسو پرهېزګاري وكړئ۔، نو تاسو په وینا كې نرمي مه كوئ، (ګنې) نو هغه كس به په طمع كې پرېوځي چې د هغه په زړه كې (د نفاق، یا بدكارۍ) مرض وي او تاسو هغه خبره كوئ چې مناسبه وي الأحزاب ۳۳:۳۲
تفسیر:
اې د نبي محمد صلی الله عليه وسلم مېرمنو! تاسو په فضل او شرف کې د نورو ښځو غوندې نه ياست، بلکې تاسو په فضل او شرف کې داسې مرتبه لرئ چې له تاسو پرته نورې نه شي ورته رسېدلای که چېرې تاسو د الله امرونه ومنئ او له نواهيوو يې ډډه وکړئ، نو کله چې له پرديو سړيو سره خبرې کوئ هيڅکله مو وينا او آواز مه نرموئ، چې له دې امله به د هغه چا تمه پيداشي چې په زړه کې يې د نفاق او ناروا شهوت ناروغي وي، نو له شک پيداکولو لېرې وينا کوئ داسې چې د اړتيا تر بريده جدي وي او بې ځايه نه وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 31 راتلونکې الأحزاب • آیت 33