په نبي باندې هېڅ قدر حرج (او سختي) نشته په هغه كار (د نكاح) كې چې الله د ده لپاره مقرر كړى و، د الله (مقرر كړې) طریقه ده په هغو (نبیانو) كې چې له ده نه مخكې تېر شوي دي او دى د الله امر قطعي ټاكل شوې فیصله الأحزاب ۳۳:۳۸ ⧉
تفسیر:
پر نبي محمد صلی الله عليه وسلم په هغه څه کې نه کومه ګناه شته او نه کومه تنګي چې الله هغه ته د خپل بللي زوی د طلاق شوې مېرمنې نکاح حلاله کړې ده، او په دې خبره کې له هغه مخکې نبيانو د کړنلارې پيروي کوي، نو هغه صلی الله عليه وسلم په دې کې کوم نوی رسول نه دی، او څه چې الله د دغه نکاح او زوی بلل کېدو له منځه وړلو پرېکړه کوي، په دې کې نبي نه رايه لري او نه اختيار، ترسره کېدونکې پرېکړه ده چې هيڅ ردوونکی نه لري.