هغه (نبیان) چې د الله پېغامونه رسوي او له هغه نه وېرېږي او له الله نه غیر له هیچا نه نه وېرېږي او الله ښه كافي دى حساب كوونكى الأحزاب ۳۳:۳۹ ⧉
تفسیر:
دغه نبيان چې د الله را نازل کړل شوي پيغامونه یې خپلو امتونو ته رسوي او له الله تعالی پرته له هيچا نه ډاريږي، او د هغه څه په کولو کې د نورو خلکو د وينا پروا نه کوي چې الله ورته روا کړي دي، او الله د خپلو بندګانو د کړنو لپاره د ساتندوی په توګه بسنه کوي ترڅو حساب ورسره وکړي، او بدله يې ورکړي، که خير وي، نو خير او که شر وي، نو شر.